د حمل ۱۴مه؛ د فراه په تاریخ کې غمیزه ورځ! لیکنه: همایون ذهین
 
فراه داټ کام
خبری، فرهنگی، اجتماعی، معلوماتی و...

د حمل ۱۴مه؛ د فراه په تاریخ کې غمیزه ورځ!

 لیکنه: همایون ذهین

دا ژوند خو زمـــونږ کم د محبت لپاره هم دی

حیران یم چې نفرت ته اوزګاریږي خلک څنګه

          وايې کله چې پسرلۍ راشي، نوی هوا، نوی ژوند او خوشی او خوشحالي پیليږي... خو داسي و نشو، دلته نوی کال په جنګ! په وژني او په ژړاوي پیل شول...

د روان کال د حمل پر ۱۴مه، یو شمیر وسله وال بریدکوونکي د یوي زوروري چاودني وروسته، د فراه ولایت د استیناف محکمي او څارنوالي ودانیو باندي بریدونه تر سره کړل؛ چې د ولایتي چارواکو په وینا؛ په دغه برید کې ۴ پولیس، ۶ اردو، ۳۴ ملکي، څو قاضیان او څارنوالان- د محکمي کارکوونکي او ۹بریدکوونکي ووژل شول او شاوخوا ۱۵۰ تنه ژوبل شو. په دي برید کې چې اته ساعته دوام وکړ، د محکمي او څارنوالي ودانیو تر څنګ، په لس هاوو دکانونه هم وران شو. (طالبانو ددغي برید مسوولیت پرغاړه واخیست؛ خو ویلي چې دوي په دي برید کې دولتي کارکوونکي وژلي دي....)

په هر حال! دغه دردونکي پیښي چې فراه ته لوی وحشت راوړ، په تیره لسیزه کې د افغانستان په کچه د کمي او کیفي له پلوه یوه بی ساره انسان وژونکي او ورانونکي پیښه وه؛ چې پکی ۵۴ تنه ووژل شول او تر ۱۵۰ تنه ژوبل شو.

نوموړی پیښي د فراه ټول اولس يې د ماتم او ډار پر ټغر کښینول؛ ډیر ټکره ځوانان مو له لاسه ولاړل...

د فراه له موضوع څخه چې تیر شو، هره ورځ په دي وطن کې په بیلابیلو لارو کښي زمونږ ټکره ځوانان له منځه ځي؛ افغانان د افغانانو په وسیله وژل کیږي، ولی؟!...

ورور، ورور ته- زوی، پلار ته دښمنان کړی یو، څوک؟... او ولی؟؟

د سرچینیو د مالوماتو له مخي هرکال په افغانستان کې اته زره تروریستي بریدونه کیږي چې دهغي د جملي څخه ۲۲۰ برید يې ځان وژونکي دي او په هر کال کې ۱۶ زره تنه په دي بریدونو کې خپل ځانونه د لاسه ورکوي.

څو ورځي مخکي د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په تیر ۱۳۹۱ کال کې ۱۸۰۰ یوازي پولیس وژل شوي دي. لا خو پریږده چې څومره اردو، نور دولتی کارکونکی، طالب په نامه او تر ټوله سخته دا چې څومره ملکي او بیګناه کسان خپل ځانونه له لاسه ورکوي.

حیران یم، نه پوهیږم چې ولی؟ دا ټول خو افغانان- مسلمانان دي؛ مګر د نورو په لمسون، ولی یوبل ختموي؟!!

افغانستان ته مور وایو، خو د ښایسته پیغله مور څخه مو ستری او ورانه بوډا جوړه کړه؛ وطن وران، وران شو. هیڅ نلرو، لاس مو نورو ته اوږد دی. ځوانان مو لا اوس هم بي ښوونځي او بي تعلیم پاتي دي. والله چې دا سخته جفا ده، ”خدای هیڅکله يې نه بخښي؛ څوک چې ښوونځي بند وي.

بی سوادي کې اول، فقر کې اول، فساد کې اول، بدبختي او وراني کې اول...

خو، دا ټول د مشرانو د لاسه دي؛ دلته د ولس ویني لمبي نیولي، دوی هلته... د قدرت لپاره مستي کوي...

مهربانه خدایه! ته خو عادل يې، ته خو رحیم يې... ته ویلي که ګنهګارو بندګانو دي توبه وکړي، بخښي يې؛ یا الله اوس مو توبه ده، نور بس، یا قیامت راولي! یا پر دي بلاځپلي ولس باندی ورحمیږه...

الله مو وساتي!

ستاسو ورور

(مسوول مدير)

 


نظرات شما عزیزان:

نام :
آدرس ایمیل:
وب سایت/بلاگ :
متن پیام:
:) :( ;) :D
;)) :X :? :P
:* =(( :O };-
:B /:) =DD :S
-) :-(( :-| :-))
نظر خصوصی

 کد را وارد نمایید:

 

 

 

عکس شما

آپلود عکس دلخواه:







 
 
نویسندگان
پیوندها
آخرین مطالب